اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د نهې په ورځ د خپلې چ??كۍ ذمه وارې پغاړه واخستې. د اطلاعاتو او خپرونو په وزارت كښې د اطلاعاتو سېكرټري شاهيره شاهد پش??ول د و??ارت نورو اعلٰی چارواكو د اطلاعاتو او خپرونو د و??يرې هركلې وكړو. وفاقي وزيرې ته د و??ارت د چارو په اړه بريفنګ وركړے شو. په دې موقع مريم اورنګزېب په خپلو خبرو كښې ووئيل چې حكومت د رائې د اظهار په آزادې كامل باور لري. هغې ووئيل چې د مېډيا هاٶسز ، تنظيمونو او خبريالانو خېر ښېګړې لپاره به ټول ممكنه اقدامات كولې شي. وفاقي وزيرې په پيكار آرډيننس 2016م ټولو اړوند ډلو سره د مشورې كولو اعلان وكړو. د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې ووئيل چې د پي ټي وي او اے پي پي پش??ول د و??ارت په ټولو مهمو ادارو په دې وخت كښې د هېواد د اوسني سياسي او معاشي صورتحال په اړه اولس ته درست معلوما??و وركولو لويه ذمه واري راځي. هغې هيله څرګنده كړه چې د اطلاعاتو د و??ارت ټولې ادارې به د اولس ګټې په نظر كښې ساتلو سره په ??ه ډول وظيفه ترسره كړي. هغې ووئيل چې د اطلاعا??و وزارت او د مېډيا ادارو ترمېنځه د روابطو وده زمونږ وړومبې ترجيح ده. په دې موقع د اطلاعاتو سېكرټري ، د پي ټي وي اېم ډي او د اے پي پي اېم ډي پش??ول د و??ارت نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو.