اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي قا??ي سلامتيا كمېټۍ كښې دا خبره واضحه شوې چې كو?? سازش نه دے شوے٬ عمران خان د سازش بې بنسټه ډنډوره كو??۔د اتحاديانو په پرېښودو هغه ته دا يو سازش ښكاره شوے ٬دا د عمران خان فلسفه ده چې دومره دروغ اووئي چې هغه رېښتيا ښكاري٬عمران خان دې اولس نادانه جوړول بند كړي٬هغه څلور كاله اولس بې نادان كړے٬معيشت يې تباه كړے٬د الېكشن كمېشن د اړخه د فارن فنډنګ پريكړه راتلونكې ده نو عمران خان د الېكشن كمېشن څخه د استعفٰی بې بنسټه غوښتنه كو??۔د خالي په ورځ خبري كنفرنس ته په خپله وېنا كښې مريم اورنګزېب ووئيل عمران خان د پاكستان اولس څلور كاله لوټ كړے ٬ هره وخت يې دروغ وئيلي ٬ په هېواد كښې غريبي او بې روزګاري زياته شوې٬بيا هم هغه وائي چې زما په ضد سازش شوے٬دې ووئيل كه سازش شوے ؤ نو سپيكر اپوزېشن له د تحريك عدم اعتماد اجازه ولې وركړې٬تر څو چې عمران خان ته معلومه وه چې اتحاديان هغه سره دي نو تر هغه وخت د امريكې كو?? سازش نه ؤ ورياد ۔ خو عمران خان ته چې كله معلومه شوه چې اتحاديان او خپل پارلماني غړي عمران خان پرېږدي نو هغه دروغ وئېل شروع كړل چې زما په ضد سازش كېږي۔د اطلاعات وزيرې ووئيل په 7 مارچ د ايمبيسېډرز غونډه شوې٬په 8مارچ ټېلي ګرام راځي او د دې نه پس هغه ته په 27 مارچ يادېږي چې مونږ له دړكې وركړر كېږي او د پاكستان په ضد سازش كېږي۔دې ووئيل عمران خان د 8 مارچ نه تر 27 مارچ چاره د سائفر په اړه نه دي وئېلې٬په دې سائفر كښې ايمبيسډر دا خبره ليكلې چې ډي مارش پكار دے عمران خان هغه هم ونه كړه۔مريم اورنګزېب ووئيل اېم كيو اېم او اتحاديانو چې كله هغه پرېښودلو نو هغه وخت هغه ته ورياد شول او په 27 مارچ ئې د اسلام آباد په جلسه كښې يو كاغذ ښكاره كړو٬دې ووئېل د 8 مارچ نه تر 27 مارچ چا چې هغه له دړكه و??كو??ه٬په 16 مارچ عمران خان په يوه دستوره كښې په وويمن ډے د يو مهم مقرر په توګه رابللے ؤ كله چې يو كس د هغه په ضد سازش كو?? نو بيا هغه ولې رابلي ۔وفاقي وزيرې ووئيل عمران خان چې كله اقتدار له راغلو نو هغه وئېلي وو مودي به په ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كو?? او د كشمير مسئله به حل شي٬ نو دا بيان په هند كښې په ټاكنو كښې مداخلت نه ؤ ؟ آيا هغه د مودي حكومت بچ كو??و لپاره د هغه د كمپائن منيجر نه ؤ جوړ شوے ۔دې ووئيل عمران خان د مودي په اقتدار كښې د راتللو نه پس كشمير خرڅ كړے ۔د دې مطلب دا دے چې په دغه مداخلت او په سازش كښې عمران خان هم شامل ؤ ۔ مريم اورنګزېب ووئيل عمران خان نن د الېكشن كمشنر څخه استعفٰی ځكه غواړي چې په 30 ورځو كښې د فارن فنډنګ كيس پريكړه كېدونكې ده۔دې ووئيل د دې كيس 8 كاله وشول هغه چې د غېر ملكيانو څخه كو??ې روپۍ اخ??تې٬هغه يې ډكليئر كړې نه دي٬پي ټي آئي الېكشن كمېشن كښې خپل اكاؤنټس نه دي ډكليئر كړي دغسې د شوكت خانم روغتون لپاره فنډ ترلاسه كړے شوے او د ګوند لپاره استعمال كړے شوے۔دې ووئيل عمران خان بېت المال هم نه دې پرېښودے٬په ارزانه بيعه سامان د اخ??تو نه پس بهر ګران خرڅ كړے شوے ۔دې ووئيل د عمران خان په قسمت كښې دهرنا ده٬كه هغه د اولس د پرمختګ نيت كړے ؤ نو د دهرنې كال به يې نه و??كو??و۔د پاكستان اولس هغه په دروغو وئېلو مسترد كړے۔دې ووئيل عمران خان اولس ته د يو كروړ نوكرو٬ 50 لكه كورونو او آئي اېم اېف ته د نه تللو دروغ وئېلي۔وفاقي وزيرې ووئيل په تېرو څلورو كلونو كښې دوه كروړه وګړي د غريبۍ ښكار شوي ٬ دغسې په ??ينو كښې غلا شوې ٬ په داروګانو كښې هم غلا شوې۔دې ووئيل د نېشنل سېكورټي كمېټۍ اعلاميې نه پس د عمران خان د سازش بيانيه ختمه شوې۔مريم اورنګزېب ووئيل عمران خان له به د آئين تقاضې منل وي نن چې اولس كو??و ستونزو سره مخ دے د هغې ذمه وار عمران خان دے۔د يوې پوښتنې په ??واب دې ووئيل عمران خان چې كو?? تورونه لګولي د هغې ثبوت ولې نه وړاندې كو??٬په عدالت كښې چې كله دا كيسونه پرانستلې شي په هغې كښې چې كو?? تورنه لګېدلې وو په هغه ټولو تورونو كښې ملزم او مجرم عمران خان پخپله دے۔۔