لاهور 24 اپرېل (اے پي پي) د مسلم ليګ ﴿ن﴾ سېكرټري جنرل او د منصوبه بندې وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي چې په لويه پنجاب صوبه كښې د درې اونيو څخه د آئيني بحران لړې روانه ده، نېشنل سېكورټي كمېټې واضحه كړې چې د سفير په مراسله كښې د بهرني سازش كوم وجود نشته، د انټېلي جنس اېجنسو د رپورټ نه پس چې په بهرني سازش حكومت نه دې بدل شوے، داسې خبرې بايد دفن شي. د اتوار په ورځ خبري كانفرنس ته په خپله وېنا كښې د منصوبه بندې وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل چې د حكومت په ضد په عدم اعتماد به عم??ان خان په دې وئيلو نه ستړې كېدو چې زما د الله نه دعا ده چې دوي ئې وړاندې كړي، كله چې عدم اعتماد وړاندے كړے شو نو عم??ان خان به وئيل چې هغه به په يو بال درې وكټې اخلي. احسن اقبال ووئيل چې كله عم??ان خان د خپل ځان آٶټ كېدل وليدل نو نړيوال سازش ورياد شو، تر نن داسې د ماشومانو حركات چا نه دي كړي كوم چې د عم??ان خان ټولګې كوي. احسن اقبال ووئيل چې د وزيراعظم په چوكۍ پاٶ كم څلور كاله عم??ان نيازي د هېواد د خارجه پالېسې په ضد بې رحم كېدو سره لوبه وكړه، اوس خپل سياست بچ كولو او د آنا تسكين لپاره ئې كوم لحاظ ونه كړو چې د هېواد آ??ين څه دے او خپلواكي څه ده.