اسلام آباد 27 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير رانا ثناالله د جامعه كراچې ?? چاودنې د مجرمانو ګرفتارولو او د عبرت نشان جوړولو د غزم څرګندونه كړې. د شورو په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې هغه د وزيراعظم شهباز شريف په هدايت كراچې ??ه ځي. ده ووئيل چې ټول پاكستانان چينائي وروڼو سره د بشپړه يووالي څرګندونه كوي، دا زمونږ شريك غم دے. د كورنيو چارو وزير ووئيل چې په كراچې كښې چينائي وګړي په نښه كول په پاك چين دوستې بريد دے، پوره قوت سره به د دې ترهګرې مخه نيسو. د كورنيو چارو وزير ووئيل چې هغه به اړوند چارواكو سره ملاقاتونه كولو سره حقائق معلوموي او د پلټنو څخه به عظيم دوست چين په مكمل توګه خبر ساتل?? شي. ده ووئيل چې ?? چينائي وګړو د امنيتت د ټول آپرېټس به بيا د سره جاج اخستل?? شي او د دې نه پس به لا موثر اقدامات كول?? شي او باريك بېنې سره به د هر اړخ جاج اخستل?? شي. ده ووئيل چې مجرمان د قانون منګولو ته سپارلو لپاره به وفاقي حكومت بشپړه مرسته كوي.