اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) قومي اداره صحت د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې د تودوخې زياته درجه په نظر كښې ساتلو سره د هيټ سټروك په اړه اېډ??ائ??ري جاري كړې. دا اېډ??ائ??ر?? د ??يټ/ سن سټروك مخ نيوي په اړه په وخت او مناسب اقداماتو لپاره د روغتيا اړوند ادارو ته جاري كړې شوې. د اېډ??ائ??ري له مخې د هيټ سټروك په علاماتو كښې ګرم او خشك جلد، كمزوري يا سستي، تبه، د سر درد او د زړه درزا زياتېدل شامل دي. هيټ سټروك يو داسې طبي حالت دے چې په وخت ئې مناسب علاج ونه كړے شي نو ژوند اخستونكو هم ثابت كېدې شي، د دې اعضا ته زيان رسېدې شي او د معذورې سبب جوړېدے ??ي. وړوكو ماشومانو، د زيات عمر كسانو، د ذيابطيس او هائي بلډپرېشر رنځورانو، اېتهليټس، بهر كار كوونكو كاركنانو ته د هيټ سټروك زيات خطر وي. په اېډ??ائ??ري كښې چې په كومو احتياطي تدابيرو زور وركړې شوے په هغو كښې په ګرم موسم كښې زياتې اوبه څښكل، په ګرم او مرطوب موسم كښې د زياتې تودوخې ځايونو ته په لمر كښې د ورتللو نه ډډه كول، په ګرم موسم كښې ټوپې په سر كول او د كم رنګ جامې اغوستل شامل دي، بايد په لمر كښې كار كوون??ي كسان زياتې اوبه او مشروبات استعمال كړي، نورو معلوماتو لپاره دا اېډ??ائ??ر?? د ??ومي اداره صحت په وېب پاڼه (www.nih.org.pk) هم موجود ده.