اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) د خزانې او محصولاتو وفاقي وزير ډاكټر مفتاح اسماعيل وئيلي دي چې سعودي او قطر سره پاكستان ژورې اړيكې لري او پاكستان دواړو هېوادونو سره د تجارت، معيشت او سرمايه كارې پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې اړيكو او مرستې ته وده وركول غواړي. ده دا خبرې په پاكستان كښې د سعودي او قطر سفيرانو سره د مل??قات په م??ال وكړې. د سعودي سفير نواف بن سعيد المالكي د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل سره په فنانس ډويژن كښې مل??قات وكړو. د مل??قات په م??ال د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې. د قطر سفير شېخ سعود بن عبدالرحمان بن فېصل الثاني سره په م??اقات كښې د خزانې وزير ووئيل چې قطر سره پاكستان پخوانې اړيكې لري او اوسنې حكومت د قطر سرمايه كارو او تجارانو ته په پاكستان كښې د سرمايه كارې په لړ كښې اسانيې وركوي. په دې موقع د خزانې وزير د قطر د حكومت د سرمايه كارې د تجويز هركلې وكړو او د پاكستاني حكومت لخوا ئې د هر ډول ممكنه مرستې باور وركړو.