اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د فيټف شرائطو په تر??ره كېدو ټولو اړوند عهدېدارو ته فرداً فرداً ټيليفون كړے او د پاكستان په كاميابې ??ې مباركي وركړې. د خالي په ورځ د وزيراعظم دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف خارجه وزير بلاول بهټو زرداري ته ټيليفون وكړو او د فيټف د ګرے لسټ څخ?? د ??اكستان نوم ويستلو په عمل ئې د هغه هڅې وستائيلې. وزيراعظم شهباز شريف د بري پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه ته هم ټيليفون وكړو او د فيټف د ګرے لسټ په اړه د شرائطو تر??ره كېدو په اعلان ??ې مباركي وركړه. وزيراعظم په جنرل هېډكوارټرز كښې د كور سېل جوړولو په اړه د سرلښكر د پرېكړې ستائنه وكړه. وزيراعظم سرلښكر ??ره په خبرو كښې ووئيل چې په كور سېل كښې شامل سول او ملټري مشرانو او ډلې ته شاباشې وركوم، د پاكستان بريا لپار?? د ??ار كوونكې ډلې په هر يو كس قوم فخر كوي. وزيراعظم شهباز شريف د خزانې وزير مفتاح اسماعيل او د بهرنيو چارو وزير مملك?? حنا رباني كهر ته هم ټيليفون وكړو. وزيراعظم د خزانې وزير او د بهرنيو چارو وزير مملكت او د هغې ډلې ته پېرزوينه وړاندې كړه او شاباشې ئې وركړو.