اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي)د وزيراعظم شهباز شريف په امر د سېلاب ځپليو سمدستي مالي مرستې لپاره د 37.2 اربه روپو فلډ رېليف كېش پروګرام له مخې د روپو تقسيمولو عمل ګړ??دے كړے شوے۔د سېلاب ځپليو بحالۍ او بيا رغونې لپاره پرائم منسټر رېليف فنډ هم جوړ كړے شوے۔په سېلاب كښې د حق رسېدليو كسانو كورنيو ته د يو كس په سر 10 لكه روپۍ او د ځپلې كور بيا رغونې لپاره به 5 لكه روپۍ ور??ولې شي۔د اېن ډي اېم اے او بېنظيرانكم سپورټ پروګرام په شركت په ټول هېواد كښې د سېلاب ځپليو مالي مرستې لپاره د پرائم منسټر فلډ رېليف كېش پروګرام د بلوچستان د جهل مګسي ضلعې څخه پېل شوے??د وزيراعظم محمد شهباز شريف په هدايت اېن ډي اېم اے٬صوبائي ادارې او ځايې حكومتونه او انتظاميه د سېلاب ځپليو مرسته كوي او وزيراعظم پخپله هم د سېلاب ځپليو سيمو دورې كوي۔وزيراعظم عزم لري چې په دې سخت وخت كښې به د خپلو وطن والو ملګرتيا كوو۔سېلاب ځپلي به بېرته آبادولې شي۔پرائم منسټر فلډ رېليف كېش پروګرام د بلوچستان د جهل مګسي ضلعې څخه پیل شوے چې له مخې به يې هر يوې كورنۍ ته 25 زره روپۍ ور??ولې شي۔سېلاب ځپلي خپل اهليت معلوماتولو لپاره خپل قامي شناختي كارډ لمبر په 8171 اېس اېم اېس كولې شي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف لخوا اېن ډي اېم اے ته په سېلاب ځپليو سيمو ??ښې رېسكيو رېليف آپرېشن لپاره 5 اربه روپۍ ور??ړي۔د دې نه علاوه به د كورونو بيا رغونې لپاره د يو كور په سر پنځه لكه روپۍ ور??ولې شي۔اولس په پرائم منسټر رېليف فنډ كښې په اكاؤنټ لمبر G-12164 خپل عطيات جمع كولې شي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف د اولس د خادم په توګه سېلاب ځپليو ته باور ور??ړے چې تراوسه ور??ستے كور نه وي آباد شوے په قلاره به نه كېښنم۔ زما تاسو سره دا لوظ دے٬وزيراعظم قام ته هم خواست كړے چې په رېليف فنډ كښې د خپلو وطن والو بحالۍ لپاره د زړه په اخلاص عطيات ور??ړي