اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي د پاكستان قطر سره تاريخي دوه اړخيزه اړيكې په لا قوي ستراتېژك اړيكو بدلول غواړم ٬ زما دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ورورولۍ او دوستۍ د رشتې تجديد اوشي۔ د نهې په ورځ خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل د خپل ورور شېخ تميم بن حمد الثاني په بلنه قطر ته روانېږم ٬ د پاكستان قطر سره تاريخي دوه اړخيزه اړيكې په لا قوي ستراتېژك اړيكو بدلول غواړم ٬ زما دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ورورولۍ او دوستۍ د رشتې تجديد وشي ۔ ده ووئ??ل سرمايه كارو او كاروباري مشرانو سره د خبرو اترو په مهال به پاکستان كښې د تجديد وړ توان٬ فوډ سېكيورټي، صنعتي او د بنيادي ډهانچې په وده٬ سېلګري او د مېلمستياﺀ غوندې په بېلا بېلو څانګو كښې سرمايه كارۍ لپاره زړه ??اښ??ونكې موقعې رامخئ ته كوم۔ د دورې په تناظر پوهه ضروري ده٬ نړۍ كښې د كورونا وباء څخه د متاثره م??يش?? بحالي د سست روۍ سره مخ ده ٬ ده ووئېل جغرافيائي او سياسي اړي ګړي طلب او رسد ځپلے دے او د توان او خوراك زياتې شوې بېعې سره مسئلې لا زياتې شوي٬ زمونږ مشتركه چېلنجز مرستې لپاره د نوو لارو لټولو غوښتنه كوي