اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) د پاك پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه فارمېشنز ته هدايات كړے چې دوي دې آپرېشنل تيارې برقرار وساتي، په خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې دې د ترهګرې ??ه ضد هڅې روانې وساتلې شي، د مصيبت په دې وخ?? كښې اسانيو لپاره هر يو ځپلي ته رسېدل پكار دي. د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې ﴿آئي اېس پي آر﴾ له مخې د كور كمانډرانو 250م كانفرنس د زيارت په ورځ د سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه په مشرې كښې په جي اېچ كيو پېنډې كښې وشو. فورم ته د هېواد مجموعي داخلي او خارجي امنيت او په خاص توګه په ټول هېواد كښې د اوسني سې??اب او د آرمي فارمېشنز لخوا د مرستې روانو چارو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو. د پاك پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه فارمېشنز ته هدايات جاري كړے چې دوي دې آپرېشنل تيارې په ځائ وساتي، په خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې دې د ترهګرې ??ه ضد هڅې روانې وساتلې شي. ګډون كوونكو د سې??اب صورتحال او د پوځ لخوا د رېسكيو او ريليف جامع جاج واخستلو. فورم په غېر معمولي بارانونو/ سې??اب كښې په قېمتي ځاني زيان او بنيادي ودانې ته په رسېدلي زيان خواشيني ښودلو سره د سې??اب ځپليو ستونزې كمولو لپاره د هر ډول ممكمه مرستې د عزم څرګندونه وكړه. سرلښكر د مرستې روانې هڅې وستائيلې او آرمي فارمېشنز ته ئې د سې??اب ځپليو د هر ډول ممكنه مرستې هدايت وكړو. ده ووئيل د مصيبت په دې وخ?? كښې اسانيو لپاره هر يو ځپلي ته رسېدل پكار دي