اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي په خاص او تكنيكي څانګو كښې د سركاري افسرانو لپاره د لنډې دورانيې تربيتي كورسز په پېل زور راوړولو سره وئېلي دي چې د سركاري ملازمينو په صلاحيتونو كښې اضافې سره به د پاكستان متنوع سماجي او سياسي تناظر كښې په رامخې ته شويو چېلنجونو قابو موندلو كښې مرسته ترلاسه شي٬ د آن لائن تربيتي ماډيولز مرستې سره به د اضافي مصاريفو نه غېر سركاري ملازمينو ته تربيت وركول ممكن شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د نېشنل سكول آف پبلك پالېسي(اېن اېس پي پي)بورډ آف ??ورنرز غونډې مشري كولو په مهال و??ړه۔ صدر مملكت د اېن اېس پي پي بورډ آف ??ورنرز چيئرمېن هم دے۔ په غونډه كښې د منصوبه بندۍ او خاص اقداماتو وفاقي وزير احسن اقبال٬د اېن اېس پي پي بورډ آف ??ورنرز غړو او اعلٰی سركاري چا??واكو هم ګډون كولو۔ صدر مملكت ووئيل د اولس خذمت په ښه توګه كولو له ?? سركاري ملازمينو د كار استعداد زياتولو ته اړتيا ده او دې لپاره به دوئي ته غوره تربيه وركول و??۔د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير احسن اقبال څوك چې د اين ايس پي پي بورډ آف ??ورنرز وائس چيئرمين هم دې ووئيل د بيورو كريسي لخوا په مجموعي توګه د خذماتو رسنې ښه كولو ضرورت دې٬په لرې پرتو سيمو كښې تعينات افسرانو له ?? مختصر او د اوږدې مودې معياري تربيې وركولو لپاره به په آئي ټي د اډانه پليټ فارم معارفي كول و??۔ د وفاقي وزير لخوا د نېشنل ډيفنس يونيورسټۍ په طرز اين اېس پي پي ته هم د ډګري جاري كولو په اداره كښې د بدلولو تجويز هم وركړې شو۔ بورډ آف ??ورنرز په غونډه كښې د وړاندې كړې شوې ايجنډا آئټمز په اړه هم پرېكړې وكړې۔ په اېن ايس پي پي كښې د ګرېډ 18 افسرانو لپاره مډكيريئر منيجمنټ كورس٬د ګريډ 19 افسرانو لپاره سينئر منيجمنټ كورس او د ګريډ 20 افسرانو لپاره نېشنل منيجمنټ كورس كولې شي ۔