اسلام آباد۔4اکتوبر(اے پی پی) د اقتصادي چارو وفاقي وزير سردار اياز صادق سره پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ ملاقات كړے۔ وزارت ته په راتللو وفاقي وزير د چين سفير تود هركلے وكړو۔ ملاقات كښې د ??ري??و خوښو په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ سردار ایاز صادق د دواړو هېوادونو ترمينځه په زړه پورې پخوانۍ اړيكې وستائلې۔ ده ووئيل پاكستان او چين يو بل سره ځانګړې اړيكې لري۔ ده د سېلاب د تباهې په مهال رېسكيو او ريليف اپرېشن ل??اره پاكستان سره په مرسته كولو د چين م??نه وكړه۔ دغسې د چين سفير د ورورولۍ دوه اړخيزه اړيكې ستائلو سره ووئيل د چين حكومت په رېسكيو او ريليف اپرېشن كښې د پاكستان حكومت سره پرله پسې مرسته كوي۔ ده ووئيل روانه مياشت به د مرستې سامان راوړونكې ټولې كارګو كراچۍ ته راورسي۔ ده وفاقي وزير ته باور وركړو چې د بيا ودانۍ او بحالۍ په پړاؤ كښې به هم چين پاكستان سره مرسته وكړي۔ په دې مهال په خپلو خبرو كښې د چين سفير د پاكستان په ميډيا كښې د چين كردار په مثبت ډول د وړاندې كولو په حاجت زور راوړو۔ سردار ایاز صادق د دې ??بر?? تائ??د كولو سره ووئيل زمونږ اولس بايد ځان د پاك چين ملګرتيا او پاكستان ل??اره د چين اقدامات څخه خبر كړي۔