رياض 25 اک??وب?? (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي نړيوال معيشت ته د رامخې ته چېلنجونو حل لپاره شريكه تګلاره خپلول ضروري ده ، پاكستان كښې د توان په څانګه كښې د سرمايه كارۍ بلها موقعې موجود دي٬ سعودي عرب او نړيوالو قامونو له پاكستان كښې د توان په څانګه كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه ګته پورته كول پكار دي ، مونږ صحت او په تعليم كښې ټېكنالوج?? معرفي كولو لپاره اقدامات كړي، نوې كول جديد ټېكنالوجۍ څخه همكارا كول د وخت مهم ضرورت دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د سعودي فيوچر انويسټمنټ انيشي ايټو سمټ ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل نننې دا فورم ډېر د اهميت وړ دے، د سباٶن پحقله د سعودي د قيادت وژن د ستائنې وړ دے٬ دې څخه دا څرګندېږي چې ولي عهد محمد بن سلمان نه يواځې سعودي عرب بلكې د نورو هېوادونو پرمختګ او سوكالۍ له فعاله دے، مونږ له به بهتر سباٶن لپاره په ګډه كار كول وي٬ ده ووئېل مونږ ذريعې او ټېكنالوجي لرو٬ د دې به تر ټولو زيات اثرات په انسانيت مرتب شي ، دا مهال د ټېكنالوجۍ د حقيق?? منتقلۍ وخت دے ٬ دې موقعې څخه ګټه پورته كولو سره مونږ سماجي، معاشي او موسمياتي بدلونونه راوستلے شوو او د اقدامات او انووېشن د لارې بدلون بشپړېدو ته رسېدے شي، ده ووئېل د جديدې ټيکنالوجۍ د لارې د ژوند معيار ښه كېدې شي٬ پاكستانيان د خپل كيريئر كاميابۍ لپاره محنت كوي