اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي)د قانون وفاقي وزير سردار اياز صادق وئېلي دي په سېلاب ځپليو د مرستې وېشلو په طريقه كار او س??يځلتيا نړيوال بانك او آسيائي پرمختيائي بانك د اطمينان څرګندونه كړې۔د ګل په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د پخوانۍ سپيكرې ډاكټر فهميده مرزا لخوا د پورته كړو نكات په ځواب كښې د قانون وفاقي وزير سردار اياز صادق ووئېل درې نيم كروړه خلق د سېلاب څخه زيانمند شوي ٬وفاقي او صوبائي حكومتونه خپلې هڅې كوي٬ ده ووئېل يو پلو س??اسي لار??ود جلسې جلسونه كولې٬بل خوا وزيراعظم د ځپليو س??مو دورې كولې۔وفاقي وزير ووئيل اېن ډي اېم اے شپه ورځ كار كړے۔جنرل ستي هم شپه ورځ كار كړے٬هغه څو ځله وزيراعظم سره د ځپلو س??مو دورې هم كړي۔وفاقي وزير ووئيل د سېلاب څخه 1800 كسان په حق رسېدلي٬ 13 ز??ه كلوميټره سړكونه نړېدلي٬ 34.5 ارب ډالره د زيان اندازه لګولې شوې٬ده ووئېل 70 اربه روپۍ د بي آئي اېس پي د لارې وركې شوي ۔نړيوال بانك او آسيائي پرمختيائي بانك د مرستې په وېشلو د اطمينان څرګندونه كړی٬په دې كښې د صوبائي حكومتونو كردار پاتې شوے ٬ ده ووئېل كه چرې د فهميده مرزا كومه مسئله وي نو د هغې به نوټس اخستلے شي٬كمې زياتې كېدے شي٬زه به د حكومت لخوا د اېن ډي اېم اے سره د بدين ??ه مسئلو خب??ه كوم۔دا د سياست نه بالاتر ستونزه ده